تماس ته ښه راغلاست

د افغانستان مخکښ د خدمتونو وړاندې کوونکی​

آیا تاسې د ماهرو کارګرانو په لټه کې یاست؟
په اسان او مستقیم ډول د خپلو کورونو او دفترونو تر دروازې خدماتو ته لاسرسی ومومي.

ماهر کارکونکي ستاسو په دروازه کې

تماس خدماتي شرکت د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ په وزارت کې راجستر دی او هدف یې د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه د بیلابیلو خدمتونو وړاندې کول دي. دا شرکت خدمات وړاندې کوي لکه برقی، نلدوانۍ، نجاری، صفاکاری او نور تخنیکي خدمتونه. موږ پیرودونکي د متخصص او ماهرو خلکو سره وصل کوو ترڅو اړین خدمات په چټکۍ او لوړ کیفیت سره د پیرودونکو د دروازې تر شا وړاندې کړو.

زموږ موخه

د پیرودونکو او ماهرو کارمندانو ترمنځ د ارتباطي پل جوړول، د باور وړ خدماتو چمتو کول، او د ماهرو خلکو لپاره د دوامدار کاري فرصتونو برابرول.

زموږ لیدلوری

په افغانستان کې د آنلاین خدماتو سیسټم رامینځته کول ترڅو با کیفیت خدمتونه وړاندې کړي، پیرودونکي راضي کړي، او د هیواد اقتصاد پیاوړی کړي

زموږ ژمنه

د خدماتو وړاندې کولو سربیره، تماس خدماتی شرکت د ماهرو خلکو لپاره نوي کاري فرصتونه رامینځته کوي. موږ د اسانه لاسرسي، باور، ژمنتیا او روڼتیا په څیر اصولو ته غاړه ږدو او د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره هڅه کوو.

د ماهرو کارګرانو لپاره

له تماس سره کار پیدا کړئ او وده وکړئ

له باوري پیرودونکو سره وصل شئ او په خپل مسلک کې دوامداره دندې ترلاسه کړئ

د مشتریانو لپاره

ماهر کارګران په اسانۍ وګمارئ

باوري متخصصین ژر او بې له کومې ستونزې پیدا کړئ

د تماس ځانګړتیاوې

تماس اپلیکیشن د کارکوونکو او مشتریانو لپاره د استفادې مراحل:

پروفایل جوړول

کارګران کولی شي زموږ موبایل اپلیکیشن ډاونلوډ کړي او خپل پروفایل جوړ کړي.

استعدادونو لټون

زموږ اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ او د کټګورۍ، تجربې او جغرافیوي موقعیت له مخې ماهر کسان پیدا کړئ.

د خدمتونو ثبتول

هر څوک کولی شي خپل اړین خدمت یا د کار اړتیا ثبت کړي تر څو مناسب کسان ومومي.

موږ دلته یو چې مرسته وکړو

زموږ ځانګړی ټیم چمتو دی چې تاسو له ماهرو کارګرانو او مناسب مشتریانو سره وصل کړي.

د افغانو ماهرو ښځو ملاتړ

د تماس خدماتي شرکت د افغانو ماهرو ښځو ملاتړ کوي. موږ د ښځو لپاره د کار فرصتونه په کور او یا هم په خوندي کاري چاپېریالونو کې برابر کوو. خیاطانې، آشپزانې او نورې ماهرې ښځې کولی شي له دې لارې د کار بازار ته لاسرسی ومومي او مالي خپلواکي ترلاسه کړي.

زموږ اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

زموږ پلېټفارم مشتریان له ماهرو او باوري کارګرانو سره نښلوي. همدا نن زموږ اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ او د کټګورۍ یا جغرافیوي موقعیت له مخې ماهر کارګران ولټوئ.